اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) د پارلمان غړو د قائداعظم محمد علي جناح سياس?? هڅو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي كه قائداعظم نه و نو د نيمې وچې د مسلمانانو د خپل وطن خوب به تعبير نه ؤ موندلې٬ بايد مونږ هڅې وكړو چې د قائداعظم د افكارو او نظرياتو له مخې پاكستان يو اسلامي فلاحي جمهوري هېواد جوړولو لپاره خپل كردار ترسره كړو۔ د شورو په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې د كېډ دوهم وزير طارق فضل چوهدري ٬ د تحريك انصاف د قومي اسمبلې غړي كرنل ﴿ر﴾ اميرالله مروت٬ د پاكستان پيپلز ګوند سناتور رحمان ملك٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د قومي اسمبلې غړي ثقلېن شاه بخاري او د تحريك انصاف سناتور شبلي فراز ووئيل قائداعظم يو مترقي٬ جديد اسلامي رياست جوړول غوښتل۔ كرنل ﴿ر﴾ اميرالله مرونانزا/116932.html">ت و??ئيل قائداعظم د نيمې وچې لويه هستي وه٬ كه قائداعظم محمد علي جناح نه و نو زمونږ خوږ پاكستان به هم نه و۔ بايد مونږ د قائداعظم لارښونكي اصول عملي كړو او داسې پاكستان جوړ كړو چې د كوم خوب چې قائداعظم محمد علي جناح ليدلې و۔ سناتور رحمان ملك ووئيل كه قائداعظم نه و نو پاكستان به نه و او مونږ به پاكستانيان نه وو۔ ده ووئېل پاكستان قائداعظم جوړ كړے۔ مونږ له د قائد په اصولو عمل كولو سره پاكستان يو خوشحاله او مستحكم هېواد جوړول دي۔ د هغه وژن نظر انداز كولو سره مونږ د پاكستان د ترلاسه كولو مقصد ته نزدې نشو ورتللې٬۔ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د قامي اسمبلې غړي ثقلېن شاه بخاري ووئيل قائد د نيمې وچې مسلمانانو ته يو واضح فكر او سوچ وركړو۔ په خپلو هڅو ئې د نيمې وچې مسلمانانو ته يو پلېټ فارم وركړو۔ ده ووئېل هغه وخت په نړۍ كښې يواز ګاندهي د نيمې وچې لارښود ګڼل كېدو خو قائداعظم د خپل سوچ٬ فكر او فلسفې په نتيجه كښې خپل ځان په نړۍ ومنلو۔ د هغه نظريات او افكار نورو قامونو هم خوښ كړل۔ هغه علامه محمد اقبال٬ مولانا ظفر علي خان او نورو مسلمانانو سره يو ځائ د مسلمانانو د جلا وطن خوب پوره كړو۔ سناتور شبلي فراز ووئيل د قائداعظم د هڅو په نتيجه كښې د نيمې وچې مسلمانانو ته جلا وطن په نصيب شو۔ هغه پاكستان يو پروګرېسو ماډرېټ اسلامي رياست جوړول غوښتل۔ د كېډ دوهم وزير طارق فضل چوهدري ووئيل قائداعظم نه يوازې د نيمې وچې بلكې د نړۍ يو نامتو لوي لارښود و۔ هغه يو جمهوري پاكستان غوښتو۔ ده ووئيل نن په پاكستان كښې د قائداعظم د نظرياتو بېرغ مسلم ليګ ﴿ن﴾ او د دغې ګوند قائد محمد نواز شريف هسك كړے۔
متعلقہ مضامین
-
Security forces kill 13 terrorists in five KP operations
-
BG آن لائن آفیشل انٹرٹینمنٹ ایپ: تفریح کا نیا پلیٹ فارم
-
Passing-out parade of FC recruits
-
Seminar on protecting wildlife
-
Many of Pakistani Taliban have joined IS: US general
-
Thar Desert herders demand vaccination campaign for livestock
-
Declamation contest, essay writing held
-
Anti-polio drive aims to vaccinate at least 800,000 children
-
PEMRA issues show cause notice to ‘Channel24’
-
Kamran Michael condemns Canada shooting attacks
-
ورچوئل اسپورٹس ریلیبلٹی انٹرٹینمنٹ ایپ: نئے دور کی تفریح کا ذریعہ
-
الیکٹرانک پروب آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ کی خصوصیات اور فوائد