اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي د اېن اے 249 ټاكنو نتيجه جمهوريت لپاره افسوس ناكه ده، وزيراعظم عمران خان سپېځلو ټاكنو لپاره الېټكرانك ووټنګ نظام غواړي، قام ??ه ټاكنو كښې د كراچې ټاكنو پشان چور بازاري نه شي زغملې، بشير مېمن دې اووائي چې وزيراعظم ده ته څه وئيلي دي، كوم ثبوت ئې شته؟ بشير مېمن ته به د جعلسازې ځواب وركول وي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا ك??لو په مهال وكړې. د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل د اېن اے 249 د ټاكنو نتيجه جمهوريت لپاره افسوس ناكه ده. بېلا بېلو سياسي ګوندونو د كورونا له امله په كراچې كښې د ټاكنو ځنډولو خواست كړے ؤ. په هېواد كښې د كورونا په كېسونو كښې اضافه افسوس ناك ده. د كورونا كېسونه شمېره، آكسيجن او د بېډز صورتحال د ټولو په وړاندے دے. ده ووئيل د خبريالانو او د زيات عمر وګړو پشمول ګڼ شمېر خلق د كورونا وائرس سره مخ شوي. ده ووئيل د كورونا وبا له امله د ماشومانو د امتحانات په معامله شور جوړ شو. ده ووئيل د ټاكنو كميشن خپل اختيارات كارولو سره په كراچې كښې په وركنګ ډے ټاكنې وكړې. ده ووئيل د كراچې ??ه ټاكنو كښې 9.6 فيصده رائې استعمال شوي. ده ووئيل كه رائې د 10 فيصده نه كمې وې نو ټاكنې كالعدم ګرځېدې شي
متعلقہ مضامین
-
Opposition parties discuss ToRs of Panama commission
-
IED blasts martyr two soldiers, injures three in Mohmand Agency
-
Pakistan attaches importance to its ties with Bangladesh: Fatemi
-
Complaint launched with PEMRA chairman for malicious maligning of NA speaker
-
Army chief upgrades NCTC with state-of-art features
-
Gilanis house arrest a move to please masters in Delhi: APHC
-
Electronic Probe Entertainment کی سرکاری ویب سائٹ
-
Starburst Entertainment Rasmi Dakhla
-
sbo گیم آفیشل ڈاؤن لوڈ کرنے کا مکمل طریقہ
-
FTG کارڈ گیم ریلیبلٹی بیٹنگ لنکس کی اہمیت اور تفصیل
-
PT آن لائن ایماندار بیٹنگ گیٹ وے کی خصوصیات اور فوائد
-
مہجونگ روڈ کا سرکاری تفریحی پلیٹ فارم سیاحوں اور مقامی لوگوں کے لیے ایک دلکش مقام